برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : چهارشنبه, ۲۱ آذر , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د محمد بن سلمان څخه ملاتړ اودهغه ترڅنګه ټينګ دریدا

آریانانیوز: د امريکې ولسمشر ډونالډ ټرمپ بېګا وويل، د جمال خاشقجي د قتل د ماجرې په سر د سعودي په وليعهد د سختو نيوکو باوجود به هم هغه شان د محمد بن سلمان ملاتړ وکړوو.


د امريکې حکومتي چارواکي په تېره بيا ټرمپ په دې وروستيو ورځو کښې په داسې حال کښې چې سعودي په يمن باندې د يرغل او د سعودي د نيوکه کونکي جرنلېسټ جمال خاشقجي د قتل په وجه د نيوکو له سېلاب سره مخامخ دے له سعوديانو دفاع کوي.

د امريکې ولسمشر ډونالډ ټرمپ بېګا په يوه بيانه کښې وويل ، امريکه به د سعودي انډيواله پاتې شي حتی که د خاشقجي د قتل له پلاننګ څخه د سعودي وليعهد خبر هم وي.

ټرمپ په دغه بيانيه کښې همدارنګ له واشنګټن سره د رياض د وسلو د تجارت ستائنه وکړه او تاکيد يې وکړ، امريکه به په سعودي د وسلو خرڅون ته دوام ورکړي.

د امريکې حکومت تراوسه د خاشقجي د قتل په دوسيه کښې د رياض له غندلو ډډه کړې او کوشش کوي چې له رياض سره د خپلو غټو غټو معاهدو ساتنه وکړي.

واشنګټن پوسټ په يو رپوټ کښې وويل، واشنګټن او رياض کوشش کوي چې د خاشقجي قتل داسې تفسير کړي چې پکښې د بن سلمان له روله انکار وشي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي