برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۲۶ مرداد , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

د لوې اختر په مناسبت په کشمیر کښې سختی امنیتی تابیاوي

آریانانیوز: د این ډی ، ټی وی خبری چینل له راپور سره سم په کشمیر کی د ګرځبندیز او امنیتی تابیاو په سختیدا سره د سرینګر واټونه نن له هر ډول تګ راتګ خالی و



کشمیري سرچینو وویل، د هندوستان پوځي ګاډي له سهار راهیسې د دغه هیواد ترکنټرول لاندې کشمیر په مختلفو سیمو کښې ګزمې وهي او ځاې په ځاې یې د تلاشۍ پوسټې جوړې کړې دي
عیني شاهدانو ویلي چې هندي پوځیانو د کشمیر له خلکو غوښتي چې له خپلو کورونو دې نه راوځي
د ویلو ده چې په کشمیر کښې هم نن د قربانۍ اختر په داسې حال کی لمانځل کیږي چی د خلکو په کورونو د خوړولو څیزونه او درمل ختم شوی دی او له ډیرو سختو مشکلاتو سره مخامخ دی .

د هند حکومت لخوا د کشمیر د ځانګړو امتیازاتو له ختمولو وروسته پاکستان له خپلې خاورې د هند سفیر او نور ۱۲ ډیپلوماټان ویستلی دی او خپل سفیر یې هم هندوستان ته ندې ورلیږلی . پاکستان همداراز له هندوستان سره خپل تجارت هم بند کړی او ټرانسپورټی کرښی یې هم تړلی دی
هندوستان په وروستیو دریو لسیزو کی د کشمیر سل زره کسان وژلی او لس زره کسان یې هم بی درکه کړی دی

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي