برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۱۱ فروردین , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

د قطر امیر او سعودي پاچا ګدون په یوه غونډه

آریانانیوز: دیوراپورپه اساس ټاکل شوې چې نن په تونس هیواد کې د عربي هیوادونو سرمشریزه غونډه وشي چې د قطر له لوري په کښي ددغه هیواد امیر شیخ تمیم بن حمد ګډون کوي او د سعودي پاچا ملک سلمان بن عبدالعزیز له مخکې تونس ته رسیدلی دی.


ددې تر مخه د خلیجي هیوادونو او عربي هیوادونو په سطحه غونډې شوي، خو دا لومړی ځل دی چې د د سعودي او قطر پاچاهان یو له بل سره مخ کیږي.
سعودي، امارات، بحرین او مصر هیواد په کال ۲۰۱۷ جون میاشتې پر ۵مه نیټه قطر هیواد د تروریزم په ملاتړ تورن کړ او وې ویل چې قطر هیواد یې په کورنیو چارو کې لاسوهنه کوي او د دیپلوماتیکو اړیکو پرېکون تر څنګ یې پر دغه هیواد هر اړخیز اقتصادي، سیاسي، تجارتي، ورزشي او کلتوري اړیکې پرې کړې.
که څه هم قطر هیواد توانیدلی چی د ګاونډیو هیوادونو د محاصرې څخه خپل اقتصاد وژغوري خو په دې وروستیو کې داسي راپورونه خپاره شوي چې د سعودي سره یې د اړیکو رغولو هڅه پیل کړې او د کویټ په واسطه یې د سعودي سره د اړیکو تبادله شوې ده.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي