برخه -څانګه : note, world -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۱۱ فروردین , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

د فلسطین د ځمکې د ورځې درې څلویښتمې کلیزې

آریانانیوز: نن د ۲۰۱۹میلادی کال د مارچ دمیاشتې دیرشمه(۳۰) نیټه په فلسطین کښې د ځمکې د ورځې له درې څلویښتمې(۴۳) کلیزې سره سمون خوری .



په کال هیندارې (Calendar) کښې ځینې ورځې ډیر او بیلګه اهمیت لری لکه د می د میاشتې د پینځلسمې (۱۵)نیټې نکبت(Nakba Day) ورځ او دغه راز د روژې دمبارکې میاشت اخری جمعه چې دقدس(Quds Day,) ورځ ده .
د مارچ د میاشتې دیرشمه (۳۰)نیټه هم په هغو ورځو کښې راځی چې د فلسطین دخلکو په تاریخی کال هینداره کښې زیات اهمیت لری .
د ځمکې د ورځې درې څلویښتمه(۴۳) کلیزه د فلسطین په خلکو کښې څو اړخیزه اهمیت لری .
ددغه اهمیت لومړی اړخ معنوی او ارزښتی دی .
د اسرائیلو چارواکو د۱۹۷۶ میلادی کال د مارچ په ۳۰ نیټه دفلسطین په شمال کښې پروت په الخلیل(Hebron) سیمه کښې د فلسطین دخلکو په زرګونو هیکټاره ځمکې ونیولې .
له دغه جنایتکارانه اقدام وروسته د فلسطین خلکو اعتراضیه مظاهرې وکړې او لوږ تړ یې وکړ .
په نیواکی فلسطین کښې د اسرائیلو په غاصبانه اقدام د فلسطینیانو اعتراض د اسرائیلی عسکرو او د فلسطین دښاریزو ترمینځ د سختو جنګونو سبب شول او د اسرائیلو نیواکګرو عسکرو په دغو نښتو کښې شپږ (۶) فلسطینیان په ډزو شهیدان کړل او په زرګونو نور یې ژوبل هم کړل .
پر دې اساس د فلسطین خلک هم په لویدیځې غاړې هم په غزې تړانګې او حتی د کډوالو په کیمپونو کښې هر کال د مارچ دمیاشتې ۳۰ نیټه د ۱۹۷۶ میلادی کال د شهیدانو د درنښت په هدف سره لمانځی او په دې ورځ د اسرائیلو پرضد مظاهرې ترسره کوی .
د ځمکې د ورځې د درې څلویښتمې(۴۳) کلیزې د اهمیت دوهم (۲) اړخ جغرافیایی دی .
هماغه ډول چې ددغه ورځې له نوم څخه معلومه ده دغه ورځ له ځمکنۍ بشړتیا څخه د فلسطین د خلکو په دفاع او د اسرائیلو درژیم لخوا د فلسطین دځمکې د نیواک په مقابل کښې په مقاومت ټینګار دی .
دغه اړخ په تیرو دوو(۲) کلونو کښې زیات اهمیت پیدا کړی ځکه چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د فلسطینیانو دمذهبی هویت او د جغرافیې نا جلا کیدونکی برخه قدس(Quds) په رسمی ډول اسرائیلو ته وربخښلی ده .
په همدې لړ کښې دځمکې په ورځ د فلسطین د خلکو د تیر کال مظاهرې د ګڼ شمیر خلکو په ګډون سره ترسره شوې او د اسرائیلو عسکرو هم تیر کال د ۱۹۷۶ میلادی کال له جنایت څخه لا ستر جنایت کړی دی .
داسرائیلوعسکرو په ۱۹۷۶ میلادی کال کښې د فلسطین شپږ (۶) ښاریز شهیدان کړی وو خو د۲۰۱۸ میلادی کال په مظاهرو کښې یې اتلس (۱۸) فلسطینیان شهیدان او کابو پینځلس سوه (۱۵۰۰) نور ژوبل کړی وو .
د۲۰۱۹ میلادی کال دځمکې د ورځې د مظاهرو د اهمیت دریم (۳) اړخ د بیرته ستنیدا د مظاهرو د لومړۍ (۱)کلیزې لمانځل دی .
د بیرته ستنیدا مظاهرې د ۲۰۱۸میلادی کال د مارچ د میاشتې له ۳۰ نیټې راهسې د فلسطین د ځمکنۍ بشپړتیا د دفاع او خپل مورنی ټاټوبی ته د فلسطین د کډوالو د بیرته ستنیدا په هدف سره پیل شوی او په تیر کال کښې په پرله پسې دوه پنځوسو(۵۲) اونیو کښې په هرې جمعې ورځ دغه مظاهرې ترسره شوی دی .
په تیر کال کښې د فلسطین کابو دوه سوه شپیته (۲۶۰)ښاریز د بیرته ستنیدا په مظاهرو کښې داسرائیلی عسکرو لخوا په ډزو سره شهیدان شوی دی او څه دپاسه اوه ویشت زره (۲۷۰۰۰) نور ژوبل شوی دی .
د فلسطین د جهاد اسلامی غورځنګ د پوځی څانګې قدس غونډ ویاند ابوحمزه د ۲۰۱۹ میلادی کال د ځمکې د ورځې د اهمیت یو(۱) مورد دا ډول بیانوی چې د کډوالو دبیرته ستنیدا دحق د ملاتړ لاریونونه چې دوهم (۲)کال ته غځیدلی دی زمونږ دملت لپاره د ځمکې دورځې له اهمیت څخه کم نه دی .
د ځمکې د ورځې د درې څلویښتمې(۴۳) کلیزې د اهمیت څلورم (۴) اړخ له اسرائیلو سره د ځینو عربی هیوادونو د سازباز ښکاره کیدا ته اړونده دی .
په تیر کال کښې د ځینو عربو هیوادونو او د اسرائیلو ترمینځ د اړیکو د عادی کیدا بهیر ښکاره شوی چې دغه موضوع د امریکا د پیړۍ دمعاملې د پلان یوه(۱) برخه ده .
پر دې اساس د فلسطین دخلکو دنن ورځې مظاهرې به د اسرائیلو په مقابل کښې په مقاومت بیا ټینګار او له اسرائیلو سره د عربو هیوادونو داړیکو د عادی کیدا د پلانونو په وړاندې مخالفت او دامریکا د پیړۍ د معاملې له پلان سره مخالفت وی .
له دې کبله په تیرو څو ورځو کښې د فلسطین ځینو شخصیتونو او چارواکو د ځمکې په ورځې د دغه هیواد د خلکو د میلیونی مظاهرو د ترسره کیدا غوښتنه کړی ده .
د بیرته د ستنیدا د لاریونونو او د کلابندۍ د ماتولو د لوړ ملی پلاوی مشر «خالد البطش »په دې هکله دټولو دسیسو او پلانونو پرمخ د لارې د بندولو لپاره د ټولو فعالیتونو د ولسی ماهیت د ساتلو پرضرورت ټینګار وکړ او دځمکې د ورځې په لاریون کښې یې د لویدیځې غاړې ، د نیواکی قدس او د کیمپونو د ټولو وسیدونکو د ګډون کولو غوښتنه وکړه .
د پای ټکی دا چې د فلسطین دخلکو د بیلګه ورځو بدلونونه داسرائیلو د رژیم لپاره له نورو ورځو څخه په کراتو سخت دی ځکه چې د ځمکې د ورځې په شمول ددغو ورځو بدلونونه یوځل بیا د اسلامی نړۍ لپاره د فلسطین موضوع او دغه راز د نړۍ عمومی افکارو ته د اسرائیلوجنایتونه نور هم په ښه ډول ښکاره کوی .

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي