برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۲۱ خرداد , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د فلسطین د مسالې حل د ټولو فلسطینیانو ریفرنډم دی

دایران د اسلامي انقلاب ستر لارښود پرون مازیګر په غزې او قدس کې د صهیونسټ رژیم د جنایتونو په وړاندې د اروپایانو په چوپتیا په نیوکې سره وویل: د فلسطین په تاریخي هیواد کې د حکومت د ډول د ټاکلو لپاره باید په هغه روده چې ټوله نړۍ یې مني ، عمومي افکارو ته مراجعه وشي او له ټولو واقعي فلسطینیانو که هغه مسلمانان وي او که مسیحي یا یهودي چې لږ تر لږه اتیا کاله په دغه وطن کې وو، که اوس په نیواکي فلسطین کې وي او که بهر وي، نظرغوښتنه او ریفرینډم وشي.
د رهبرۍ د ستر مقام د اطلاع رسولو د سایټ د راپور له مخې ایت ا… خامنه ای د ایران د سلګونو استادانو. د علمي پلاویو له غړیو او د پوهنتونو او علمي مرکزونو له څیړاندو سره په کتنه کې وویل: د اسلامي ایران دغه طرحه چې رسما په ملګرو ملتو کې ثبت شوې ده ، آيا له هغوی اصولو سره چې نړۍ یې مني، برابره نه ده؟ نو ولې اروپایانو نه غواړي چې ځان پرې پوه کړي.؟
ایت الله خامنه اي اروپا ته په سفر کې د زمانې د شمر یعنې د نیواکګر رژیم د ماشوم وژونکي لومړي وزیر مظلوم نمایۍ ته په اشارې سره زیاته کړه : دغه جنایت کار چې د تاریخ د ټولو ظالمانو سرخیل دی اروپایانو ته دروغ وویل چې ایران غواړي مونږ او څو میلیونه یهودیان تباه کړي په داسې حال کې چې د فلسطین د مسالې لپاره د ایران حل لاره بشپړه منطقي او د ولسواکۍ له اصولو سره برابره ده.
د اسلامي انقلاب ستر لارښود په اکثرو ولسونو کې د اسلامي ایران لوړ مقام ته اشاره وکړه او وې ویل: اسلامي ایران په مستکبر او بې ارزښته دولتونو کې تر ټولو زیات دښمنان لري لکه څنه چې دسیمې او دنړۍ د ډیرو هیوادونو په خلکو کې ډیر زیات عزت، پلوی توب او نفوذ لري او همدا سبب شوې چې خبیث دښمنان همیشه د توطئې په فکر کې وي چې د خدای په فضل د ایران د ولس او جمهوري اسلامي په وړاندې به هماغه شان ماته وخوري.
د رهبرۍ ستر مقام د یورانیومو د شل فیصده پخولو تجربه د هیواد د ځوانانو د توان او وړتیا ځلانده بیلګه وبلله او وې ویل: په داسې پړاو کې چې په شل فیصده اندازه د پخو شویو یورانیومو لپاره شرطونه ایښودل شوې وو او ځینو مسوولانو په دې برخه کې د امتیاز ورکولو ته ګروهنه پیدا کړې وه، د ځوانانو په هڅه او په استقامت او ټینګتیا سره مو یورانیوم شل فیصله پاځه کړل او دنیا په ډیرې حیرانۍ سره ولیدل چې مونږ د امریکا ، فرانسې او روسیې یورانیومو ته اړتیا نه لرو.

شریک یي کړئ!