برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۲۹ اردیبهشت , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د فلسطین د ازادولو لپاره د جهاد فتوا

د المنار ټلویزوني شبکې دراپور له مخی د لبنان سني مفتي شیخ رشید قباني د غویي ۲۶ په یوه خبرې کنفرانس کې چې د فلسطین د ځمکې د بیرته رانیولو اړوند جوړ شوی وو فتوا ورکړه او څرګنده یې کړه چې زه په یوه دیني فتوی سره دویم ځل ټینګار کوم چې د فلسطین ازادیدل واجب دي ځکه چې یوه اسلامي خاوره ده او اووه لسیزې کیږي چې د اسراییل د غاصب رژیم په لاس کې پریوتي ده.



نوموړي دوام ورکړ د عربانو یا مسلمانانو لپاره د اسراییل د غاصب رژیم پر وړاندې تسلیمیدل یا چپ پاتي کیدل حرام دي او ددې هیواد سره د سولې تړونونه باطل دي.
دې لبناني مفتي زیاته کړه چې هیڅ یو عرب یا عجم هیواد د فلسطین مالک نه دی چې ددې هیواد د خاورې د څه برخې خاوند شي نو په ټولو عربانو او مسلمانانو واجب دي چې د فلسطین د دفاع او ازادولو لپاره ددې هیواد د اوسیدونکو سره مرستې وکړې.
دا په داسې حال کې ده چې ۷۰ کاله کیږي چې د فلسطین هیواد د اسراییل د رژیم له لوري نیول شوی دی چې دوهمه برخه اوسیدونکې د غزې له پولو څخه بهر ژوند تیروي او نه شي کولای چې خپل هیواد ته راوګرځي.

شریک یي کړئ!