برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۳۰ دی , ۱۴۰۳ لنډ لینک :

د غزې جګړې څخه د اسرائیلو میلیاردي زیانونه

اسرائیلو اعلان وکړ چې د غزې پر وړاندې د نسل وژنې جګړې له امله یې ۶۷ میلیارده ډالره زیان ګاللی دی. دې زیانونو کې ۳۴ میلیارده ډالره مستقیم پوځي زیانونه او ۴۰ میلیارده ډالره د عامه بودیجې تاوان شامل دي، چې د نیواک په تاریخ کې تر ټولو لوی ګڼل کېږي.


تېر کال په اسرائیلو کې شاوخوا ۶۰ زره شرکتونه تړل شوي، چې دا د ۲۰۲۳ کال پرتله ۵۰ سلنه زیاتوالی ښیي. همدارنګه، د ګرځندویانو شمېر ۷۰ سلنه راکم شوی، چې د سیاحت په صنعت کې له ۵ میلیارده ډالرو څخه زیات زیان لامل شوی. د ودانیزو چارو برخه هم ۴ میلیارده ډالره زیان کړی او په دې برخه کې له ۷۰ زیات شرکتونه تړل شوي دي.

شمېرې ښيي چې د اسرائیلو یو پر درې برخه خلک د فقر کرښې لاندې ژوند کوي، او یو پر څلور برخه خلک د خوړو د نه خونديتوب له ستونزو سره مخ دي.

دا شمېرې څو ساعته مخکې له دې چې د غزې سره د اوربند تړون ته ورسیږي، افشا شوې.

د اسرائیلو د مالیې وزارت ویلي چې له هغې ورځې چې د غزې جګړه د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر په ۷مه پیل شوه، د نیواک مالي لګښتونه شاوخوا ۱۲۵ میلیارده شیکل (۳۴.۰۹ میلیارده ډالره) ته رسېدلي دي.

وزارت زیاتوي چې د ۲۰۲۳ کال د ډسمبر میاشت کې اسرائیل د ۱۹.۲ میلیارده شیکل (۵.۲ میلیارده ډالره) د بودیجې کسر سره مخ شو، چې لامل یې په غزه او لبنان کې د جګړو د تمویل لپاره د لګښتونو زیاتوالی دی.

دا شمېرې یوازې د جګړې مستقیم لګښتونه ښيي او د پراخو اقتصادي او ټولنیزو اغېزو په اړه څه نه وایي، چې د اسرائیلو د خلکو ژوند یې اغېزمن کړی.

په همدې اړه، د اسرائیلو اقتصادي ورځپاڼې “کالکالیست” ویلي چې د غزې پر وړاندې د جګړې ټول لګښتونه تر ۲۰۲۴ کال پورې شاوخوا ۲۵۰ میلیارده شیکل (۶۷.۵۷ میلیارده ډالر) ته رسېدلی شي.

ورځپاڼه د اسرائیلو بانک د شمېرو پر بنسټ اټکل کوي چې دا مبلغ کې “مستقیم امنیتي لګښتونه، د عامه چارو سترې خرچې او د عایداتو زیانونه” شامل دي او وایي چې دا شمېرې د جګړې سره تړلې ټولې مالي برخې نه پوښي.

کالکالیست دې حالت ته د غزې پر وړاندې د جګړې د ناکامې مدیریت نښه ویلي او څرګنده کړې چې په راتلونکي لسیزه کې به د اسرائیلو د دفاع وزارت په بودیجه کې د پام وړ زیاتوالی ته اړتیا وي.

ورځپاڼې زیاته کړې چې راتلونکې بودیجه به د الوتکو، هیلیکوپټرو او زغره والو موټرو په اخیستلو، د وسلو او مهماتو په ستر مقدار، او همدارنګه د سرتیرو په بشري پانګه اچونه کې ولګول شي.

ورځپاڼې په دې هم ټینګار کړی چې “په غزې جګړه کې د اسرائیلي پوځ ناکامي یوازې مالي زیانونو پورې محدود نه وه، بلکې د درنو بشري زیانونو سره هم مخ وه، چې په ترڅ کې د وژل شویو او ټپیانو شمېر زیات شوی، او د ټپیانو کورنۍ د جګړې له رواني او ذهني زیانونو څخه کړېږي.”

شریک یي کړئ!