برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۱۰ اردیبهشت , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د عربی هیوادونو سره د اسرائیلو بی ساری سوداګریز

دیوراپورله مخی جروزالم پست د کنست پخوانی استازی او سرمایه دار ارل مارګالیت وویل چې اسرائیل په اويا کلنی کی د عربی هیوادونو سره د بی ساری سیاسی او سوداګریزو څخه ګټه اخلی.


مارګالیت چې ډیری وخت د منځنی آسیا هیوادونو ته سفرونه کوي تر څو د عربی امیرانو، پادشاهانو او سوداګریزو رهبرانو سره لیدنی وکړی هغه په دي اړه وایی: ” اويا کاله تیر شوي دي او موږ اوس د عادي روابطو د نښانو د لیدلو په حال کی یو. مګر دا عادي کیدل مو د اسلو د تړون په واسطه چې په 90 لسیزه کی وو لیدلی دي چې تر هغه وروسته یی ستونزی پیدا کړی اوس بیا د پیدا کیدو په حال کی دي. د اسرائیلو تکنالوژی، ځینی وخت د اروپایی هیوادونو سره ديپلماسی پر مخ وړی. د اسرائیلو تخصص په لويو اطلاعاتو ، تجاری هوش، مصنوعی هوش، لوي ګټی د عربی هیوادونو لپاره لری.
مارګالیت په خاص ډول په منځنی آسیا کی د اردن، مصر، مراکش، دبی، ابوظبی څخه د هغه هیوادونو په عنوان نوم اخلی چې غواړی د اسرائیلی تخصص څخه برخمن دي.
همدارنګه راپورونه دا وایی چې سعودي عربستان اوس مهال د هوشمند ښارګوټی د جوړولو لپاره 500 میلیارد دالر لګوي چې د سهیل ایلات ښار په څو کیلو متری دي او ددي ښارګوټی کارونه اسرائیلی کارکوونکی ترسره کوي.
له بلی خوا مخی د روسیاالیوم شبکی راپور وکړی وو چې، بنیامین نتانیاهو د صهیونستی حکومت لومړې وزیر په یوي ناستی کی د اسرائیلو د بهرنیو چارو په وزارت کی اعلان کړی دي تر اوسه د عربی نړی او اسرائیلو د واقعی مناسباتو کچه نده برملا شوي چې ددي روابطو او مناسباتو لمنه ډیره پراخه تر هر وخت ده د اسرائیلو په تاریخ کی. اوسی مرسته د عربی هیوادونو سره تر هغه تړون ډیره ده چې مخکی د مصر او اردن سره د سولی تړون لاسلیک شوي وو او هغه څه چې اوس د اسرائیلو او عربی نړی د هیوادونو سره منځته راغلی دي، بی ساری دي او دا یو لوي بدلون دي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي