برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : سه شنبه, ۳ اردیبهشت , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

د عراق له شمال څخه د امريکې په فوري وتلو تاکيد

آریانانیوز: دیو رپوټ له مخې د عراق د الحشدالشعبي وياند علي الحسيني له المعلومه خبري سائيټ سره په مرکه کښې د دې په بيانولو سره چې په الحويجه او نورو شمالي سيمو کښې د امريکې خوځښتونه نه توجيهېدونکي په کامله توګه مردود دي، زياته کړه: د عراق امنيتي ځواکونه او الحشد الشعبي دا وس لري چې په دغو سيمو کښې د داعش ترهه ګرې ډلې د حملو مخنيوے وکړي.
په مختلفو وختونو کښې په عراق کښې د امريکايانو نېغ په نېغه فوځي مداخلت او د دغه هېواد نيونه نه يوازې د عراقيانو لپاره امنيت نه دے رامنځته کړے بلکه د القاعدې او بيا د داعش په شمول د ترهه ګرو ډلو د رامنځته کېدو او فعاليتو سبب شوه.

شریک یي کړئ!