برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : جمعه, ۲۳ فروردین , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

د سوډان اولسمشر عمر البشیر له واکه ګوښه شو

آریانانیوز: د نړیوالې د یوراپور له مخې، د سوډان د جمهور رئیس«عمر البشیر» مخالفینو پرون سهار ( وري ۲۲) د جمهوري ریاست ماڼۍ ته نږدې پراخه غونډه په لاره اچولي وه.



«العربیه» خبرې شبکې په یوه راپور کې د قدرت څخه د«البشیر» د ګوښه کېدو خبر ورکړی دی او ویلي یې دي د سوډان د قدرت په راس کې به نوي مشران رامخي ته شي او دمګړۍ البشیر په خپل کور کې د بند وخت تیروي.
په دغه راپور کې په سوډان کې د«نظامي کودتا» د احتمال یادونه هم شوي ده.
ویل کیږي چې د پراخه اعتراضونو او«البشیر» له ګوښه کېدو وروسته د نوموړي یو شمېر مسؤولین او دولتي چارواکي هم نیول شوي دي.
له بله پلوه ویل کیږي چې د سوډان فوځ د «عوض بن عوف» پر ریاست انتقالي شورا ورکړي او امنیتي ځواکونه د جمهوري ریاست ماڼۍ ته د خلکو د تګ راتګ مخه نیسي.
د تیر کال د دسمبر له ۱۹ نیټې راهیسې د سوډان لوي ښارونه هره ورځ ددغه د هېواد خلکو د بد اقتصادي او معیشتي وضعیت او ډوډۍ د ګران والي له امله د لاریونونو شاهد دي او عمر البشیر د جمهوري ریاست دوام یې ددې وضعیت لامل ګڼلی وو.
عمر البشیر د ۱۹۸۹ کال راهیسې د سوډان جمهور رئیس دی.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي