برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۱ بهمن , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د سوريې پر پلازمینی دمشق باندی د صهيونېسټی رژيم جنګي الوتکو برید

آریانانیوز: د سوريې سرکاري خبري آژانس سانا د رپوټ له مخې په دغو حملو پسې په دمشق کښې د څو سختو چاودنو غږونه واورېدل شول.


سانا وويل، د سوريې فوځ د صهيونېسټ رژيم د جنګي الوتکو له توغنده اي حملې سره مقابله کړې ده.
د سانا د اعلان له مخې د سوريې هوائي دفاعي سېسټم د صهيونېسټ رژيم د توغديو مخه ونيوه او هغه يې تباه کړل.
ځينو خبري سرچينو وويل، د صهيونېسټ رژيم حملې د لبنان له خاورې ترسره شوې  دي.
د صهيونېسټ رژيم فوځ په يوې بيانيه کښې د دغې حملې په تائيدولو سره وويل، د دغه رژيم جنګي الوتکې د سوريې په خاوره کښې يو شمېر هدفونو د بمبارولوپه حال کښې دي.د صهيونېسټ رژيم فوځ همدارنګ سوريې ته خبردارے ورکړ چې د دغه رژيم حملو ته له ځواب ورکولو دې ډډه وکړي.
صهيونېسټ رژيم پرون مازيګر هم په دمشق څو توغندي اورول، خو د سوريې فضائي دفاعي سېسټم د دغو ټولو توغنديو مخه ونيوه او هغه يې تباه کړل.
اسرائيل تل له ترهه ګرو څخه د ملاتړ او ملګرتيا لپاره د سوريې فوځي ځايونه او بېخ بنائي مرکزونه هدف ګرځوي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي