برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۲۱ مرداد , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د سعودی عربستان په جنایتونو کښې دامریکانومشارکت

آریانانیوز: د امریکا د مشرانو جرګې سینا غړی سناتور برنی سینډرز (Bernie Sanders)د واشنګټن حکومت له ریاض څخه د وسله وال ملاتړ په دلیل په یمن کښې د سعودی عربستان په جنایتونو کښې شریک وباله.



هغه وویل د امریکا حکومت په یمن د حملې لپاره د سعودی عربستان په مشرۍ د عربی ائتلاف په ملاتړ کولو سره د ال سعود رژیم په جنایتونو کښې شریک دی.
دامریکا سیناتور برنی سینډرز دیمن په صعده(Saada Governorate) ولایت کښې دماشومانو په یوه (۱)بس د متحده عربی اماراتو او دامریکا د جنګی الوتکو حملې ته په غبرګون کښې وویل واشنګټن د عربو هیوادونو دائتلاف جنګی الوتکو ته د سونګو د رسولو د اسانتیاو په برابرولو ، د وسلو په ملاتړ او عملیاتی مرستو سره په دغه جنایت کښې شریک دی .
دیمن د روغتیا وزارت وویل دصعده ولایت په ضحیان ښار کښې د ماشومانو په یوه (۱) بس د سعودی عربستان په مشرۍ د تیریګر ائتلاف دجنګی الوتکو په تیرې پنجشنبې ورځې حملې کښې پنځوس(۵۰) بې ګناه ماشومان وژل شوی او اوه اویا(۷۷) نور ژوبل شوی وو .

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي