برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۷ اردیبهشت , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

د سریلانکا دبریدونو عامل ووژل شو

آریانانیوز: دیوراپوله مخی د سریلانکا ولسمشر ماټریپالا سیری سینا(Maithripala Sirisena) وویل په پلازمینې کولمبو (Colombo) کښې د ترهګرو بم چاودنو یو(۱) اصلی عامل او مغز متفکر زهران هاشم په همدغو چاودنو کښې وژل شوی دی .


داعش وهابی صهیونیسټی تکفیری ترهګرې ډلې چې د سریلانکا د ټروریسټی بریدونو ذمه واری پرغاړه اخیستی ده پرون یوه(۱) ویډیو خپره کړه چې پکښې ددغه ډلې اته (۸) غړی له ابوبکر بغدادی سره خپله وفادارۍ اعلانوی .
په دغه ویډیو کښې اوو(۷) ترهګرو مخونه پټ کړی او یوه(۱) ټروریسټ چې زهران هاشم نومیږی خپل مخ نه دی پټ کړی .
د روان میلادی کال د اپریل دمیاشتې په یویشتمه (۲۱)نیټه د سریلانکا په پلازمینې کولمبو(Colombo) کښې په دریو(۳) کلیساګانو او څلورو(۴)هوټلونو کښې دترهګرو بم چادونو په وجه کابو دوه سوه درې پنځوس (۲۵۳) کسان وژل شوی او څه دپاسه پینځه سوه(۵۰۰) نور ژوبل شوی وو .
دسریلانکا حکومت ویلی دی دوې مخکې د وژل شویو کسانو شمیر څه دپاسه درې سوه نهه پنځوس (۳۵۹)اعلان کړی وو چې دغه شمیر غلط دی او د وژل شویو کسانو دقیق شمیر یوازې دوه سوه درې پنځوس(۲۵۳) تنه دی .

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي