برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۲۵ شهریور , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د ستنیدو د حق په مظاهرو کښې بیا فلسطینیان شهیدان شول

آریانانیوز: د فلسطین روغتیا وزارت بیګا ماښام ویل:  په غزې تړانګه کښې د فلسطینیانو د دې اونۍ د ستنیدو د حق په مظاهرو کښې تراوسه د یو څوارلس کلن ځلمي په شمول لږترلږه درې فلسطینیان د صهیونیسټي رژيم په ډزو شهیدان شوي او دیرش تنه نور هم زخمي شوي دي.



د غزې اوسیدونکي فلسطینیان پرون پرله پسې په پنځویشتمه جمعه سرحدي سیمو ته لاړل او د (مقاومت زمونږ انتخاب) په شعار سره یې د ستنیدو د حق په سترو مظاهرو کښې ګډون وکړ.
له بلې خوا د صهیونیسټي رژيم د پوځ توپونو د فلسطینیانو خلاف د خپلو جنایتونو په دوام کښې د غزې تړانګې ختیځه برخه په نښه کړه.
د ستنیدو د حق د ستر لاریون په مظاهرو کښې چې له مارچ میاشتې پیل شوې دي، تراوسه ۱۸۱ فلسطینیان شهیدان شوي او له ۱۹ زرو زیات نور زخمي شوي دي چې د ځینو زخمیانو حالت هم بد رپورټ شوی دی.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي