برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۸ اردیبهشت , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

د ستنیدو د حق په لاریون کی بیا ۶۰ فلسطینیان زخمي شول

آریانانیوز: العالم ټي وي چینل خبر ورکړی چې پرون د ستنیدو د حق لاریون د (یووالي او د اختلافاتو د ختمولو) تر عنوان لاندې ترسره شو.


همدارازد فلسطین روغتیا وزارت بیګا په غزې تړانګه کښې د ستنیدو د حق د ستر لاریون په شپږ پنځوسمه جمعه د شپیتو فلسطینیانو د زخمي کیدو خبر ورکړ.
د صهیونیسټي رژیم پوځیانو د فلسطیني مظاهره چیانو د ځپلو په دوران کښې د جنګي ګولیو پر ډزو سبیره د فلسطینیانو خلاف اوښلن او زهرجن ګیسونه هم وکارول.
د ۲۰۱۸ کال د مارچ له دیرشمې نیټې څخه د غزې په تړانګه کښې د (ځمکې د ورځې) په مناسبت پیل شوي (د ستنیدو د حق) په صلحه ایز لارون کښې تراوسه له ۲۷۰ زیات فلسطینیان د اسرائیلي پوځیانو په ډزو شهیدان شوي او لږترلږه ۲۷ زره نور زخمي شوي دي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي