برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۱۶ فروردین , ۱۳۹۹ لنډ لینک :

د روسیې څخه اخیستل شویو طبي وسایلو الوتکه امریکا ته رسېدل

آریانانیوز: دیوراپورپه اساس امریکایي چارواکو تېره اوونۍ د متحده ایالاتو د ولسمشر ډونالد ټرمپ او د هغه روسي سیال ولادیمیر پوتین ترمنځ له ټیلیفوني خبرو وروسته وویل چې له مسکوه طبي تجهیزات اخلي
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي، دې طبي تجهیزاتو کې د مصنوعي تنفس الې او له کرونا ویروس د خوندیتوب وسائل شامل دي
د دغه وزارت ویاندې مورګان اورتاګوس په یوه خبرپاڼه کې ویلي، امریکا او روسیې له دې وړاندې هم په کړکېچنو حالاتو کې یو له بل سره بشري مرستې کړي او راتلونکي کې هم داسې همکاري کوي
امریکایي چارواکو نه‌دي ویلي چې د دغو طبي وساېلو لپاره‌یې روسیې ته څومره پیسې ورکړې دي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي