برخه -څانګه : politics, world -+

د خپرولو وخت : چهارشنبه, ۷ شهریور , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د روسیې دفاع وزیر: روسیه به راتلونکې میاشت لوی پوځي تطبیقات وکړي

آریانانیوز: د روسیې دفاع وزیر سرګي شویګو وایي، روسیه به راتلونکې میاشت لوی پوځي تطبیقات چې له ۱۹۸۱ میلادي کال راهیسې به ساری نه‌لري، ترسره کړي.


د روسیې خبري اژانسونه وایي چې شویګو ویلي چې په دغو تطبیقاتو کې به چې هغه د وستوک ۲۰۱۸ په نوم یاد کړي، تقریباً درې سوه زره پوځیان او له زرو زیاتې الوتکې ګډون وکړي.

دغه پراخ پوځي تمرینونه به د روسیې په مرکزي او ختیځو هغو سیمو کې چې پوځي سیمې بلل کېږي، ترسره شي او د روسیې د پاسفیک او شمال بحري ځواکونه او د دې هېواد ټول هوایي جزوتامونه پکې برخه اخلي.

دغه اعلان په داسې حال کې کېږي چې د روسیې او لوېدیځ اړیکې د سړې جګړې له وخته راهیسې په ۲۰۱۴ میلادي کال د کریمیا د الحاق، د اوکراین په ختیځ او د سوریې په جګړو کې د دې هېواد د مداخلې او هم د امریکا او اروپا په انتخاباتو کې د مسکو د مداخلې د ادعاوو پرسر ترینګلې شوې دي

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي