برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۸ مهر , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

د خاشقچی په وژلو اعتراف

آریانانیوز: د عربستان ولیعهد محمد بن سلمان د د امریکا له پی بی ایس چینل سره ّپه مرکه کی ویلی دی چی د جمال خاشقچی د قتل مسوولیت په غاړه اخلی ځکه دا قتل د هغه تر څارنې لاندی شوی دی
دعربستان ولیعهد دا مطلب په یو مستند فیلم کی بیان کړی دی چی سه شنبي ورځ د تلې پر نهمه نیټه له پی بی اس چینل څخه خپریږی
دغه مستند د سعودی ولیعهد په عنوان باندی د جمال خاشقچی د قتل د لومړی کلیزې په ورځ له پی بی ایس شبکی باندی خپریږی
د عربستان د ولیعهد د لومړی ځل لپاره دا اعتراف په داسې حال کی دی چی ریاض په لومړیو کی د جمال خاشقچی په قتل کی لاس درلودل رد کړی وو خو بیا د نړیوالې ټولنې تر دباونو لاندې یې بالاخره اعلان وکړ چی هغه په ترکیې کی د عربستان په کونسلیټ کی وژل شوی دی

شریک یي کړئ!