برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : سه شنبه, ۱۶ مهر , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

د تیریګرې په ختمیدو سره دسولی بهیرپیلیږی

آریانانیوز: د یمن دپوځ لوی درستیز برید جنرال «محمد عبدالکریم الغماری »ټینګار وکړ دسولې لاره ددښمن لخواد تیریګرۍ په بندیدا ، د کلابندۍ په ختمیدا او د عمل په جدیت سره پیلیږی
هغه وویل د یمن ځواکونه اوس پیاوړی شوی دی او دفاعی وسلې لری او په دغو وسلو سره له بریالیتوب ډک عملیات اجرا کولای شی او زیاته یې کړه که چیرې دښمن یعنی سعودی عربستان د اوږد جنګ غوښتونکی وی نو یمن هم دفاع ته چمتو دی .
دیمن د پوځ لوی درستیز محمد عبدالکریم الغماری ټینګار وکړ که چیرې دیمن پرضد د سعودی عربستان دائتلاف تیریګرۍ دوام ولری نو په هماغه اندازه به دیمن دفاعی او جایز عملیات زیات شی او د عربستان بیلابیلو هدفونو ته به تاوان ورسوی او دیمن د پوځ هدفونه به پراخ شی .
هغه وویل د امریکا حکومت سعودی عربستان ته د کارپیژاندو ، وسلو او د نورو سیسټمونو په استولو سره د عربستان پیسې غلا کوی او د تیریګرې اوږدول د امریکا او د اسرائیلو هدف دی .

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي