برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۲۰ مهر , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

د ترکیې پوځي اقدام ته نړیوال غبرګونونه

آیانانیوز: د ملګرو ملتو سرمنشي انټونیو ګوتریش په کوپنهیګ ښار کښې یوه خبري غونډه کښې د سوریې په شمال کښې د ترکیې د پوځي عملیاتو په غبرګون کښې، په دغې سیمې کښې د نښتو د کمولو لپاره د لازیاتو هلوځلو غوښتنه وکړه.
ګوتریش له نړیوالو ټولنو او اغیزشیندونکو هیوادونو وغوښتل چې د سوریې په شمال کښې د شخړې د کمولو کوشش وکړي.
د فرانسې ولسمشر امانوئل مکرون هم په سوریې کښې د ترکيې د پوځي عملیاتو په غندلو سره له انقرې وغوښتل چې دغه تیری زرترزره بند کړي.
هم داشان د فرانسې او ایټالیا حکومتونو په پاریس او روم کښې د ترکیې سفیران هم ورغوښتې دي.
په سوریې باندې د ترکیې پوځي تیري ته د اروپایانو د غبرګونونو په دوام کښې ناروی او فِنلینډ ترکیې ته د خپلو وسلو صادرات بند کړل.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي