آریانانیوز: د جمعې له لمانځه وروسته په خپله وینا کې ، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د تل ابیب سره د اماراتو د اړیکو عادي کیدو په اړه غبرګون وښود.
د الجزیرې خبري ویبپاڼې په وینا ، د ترکیې ولسمشر پدې تړاو وویل: موږ له اسرایلو سره د دغه هیواد د اړیکو عادي کیدو په غبرګون کې له ابو ظبۍ څخه د ترکیې د سفیر د لرې کولو او د متحده عربي اماراتو سره د اړیکو ځنډولو مسله په پام کې لرو.
دا څرګندونې وروسته له هغې کیږي چې د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ په یوه بیان کې اعلان وکړ چې تل ابیب او متحده امارات د اړیکو د بشپړه عادي کولو لپاره یوې هوکړې ته رسیدلي.