برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : سه شنبه, ۸ فروردین , ۱۴۰۲ لنډ لینک :

د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت: امریکا په نړۍ کې د ډېرو ترهګرو سازمانونو بنسټ ایښودونکې ده

آریانانیوز: د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت د امریکا د بهرنیو چارو وزارت لخوا د ۲۰۲۲ کال د بشري حقونو د راپور په اړه د یوې بیانیې په خپرولو سره دغه راپور غندلی او رد کړی دی.


د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت په یوې بیانیې کښې په دې خبرې سره چې امریکا په نړۍ کښې د ډیرو ترهګرو ډلو بنسټګر دی اعلان یې وکړ: امریکا د کردستان د کارګرانو ګوند (پې کاکا)، د فتح الله ګولن او داسې نورو د ترهګرې ډلې بنسټګر او ملاتړی دی.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت هم وویل: د امریکا لخوا چمتو شوی د بشری حقوقو راپور مشروعیت او اعتبار نه لری او د دغه راپور خپرول په ښکاره ډول د سیاسی انګیزو پر اساس او له حقیقته په بشپړه توګه بې برخې دی.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت په دغه بیانیه کښې له ټولو ترهګرو ډلو سره مبارزه د خپل هیواد او سیمې د امنیت لپاره ضروری وبلله او اعلان یې وکړ: په دې راپور کې په ترکیه کې په ۲۰۲۲ کال کې د پې کاکا د تروریستي بریدونو یوازې یوه برخه او د دې سازمان له خوا د بشری حقونو سرغړونې یوازې په ډېره واضحه پیمانه شاملې شوی دی، په داسې حال کښې چې د دغې ترهګرې ډلې د سوریې د څانګې لخوا د بشری حقوقو د خلاف ورزیو او اقداماتو یادونه نه ده شوې.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي