برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۲۵ خرداد , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

د ترکیې د ایف۳۵ډوله جنګی الوتکو دپیلوټانو ټرینینګ درول

آریانانیوز: دسکائی نیوزخبری چینل  د راپور په اساس  د امریکا جنګ وزارت پنټاګان  نن سهار وختی دخبرتیا په خپرولو وئیلی دی ، چې له روسیې د ایس ۴۰۰ډوله توغندوی ضد دفاعی سسټم د نه ا خستو په  باب د امریکا غوښتنې ته د   ترکیې  د بې پروائۍ په ځواب کې  واشنګټن  هم  د آریزونا ایالت  په هوائی ډګر کې د ترکیې پیلوټانو ته د ایف ۳۵ ډوله جنګی الوتکو  ټرینینګ ورکول درولی دی .
دامریکا د دفاع وزارت  سرپرست دتیرې جمعې په شپه وئیلی وو، واشنګټن ترکیې ته د جولائی تر یو دیرشم پورې وخت ورکوی،چې له روسیې دایس ۴۰۰ډوله توغندوی ضددفاعی سسټم  له اخستو  دې ډډه وکړی ،یوه داسې غوښتنه چې  دترکیې له بې پروائۍ سره مخامخ شوې ده .

ترکیې د ۲۰۱۷کال په دسمبر میاشت کې  له روسیې سره  د ایس څلورسوه ډوله هوافضا ضد دفاعی  سسټم  داخستو لپاره یوه موافقه لاسلیک کړې  او ټاکل شوې ده ، روسیه  ددغو توغندیو  لومړنۍ جوپه  په جون میاشت کې ترکیې ته وسپاری .
د  انقرې او واشنګټن  اړیکې په وروستیو میاشتو کې  دځینو  موضوعګانو په سره  سره تر ډیره حده ترینګلی  شوی  ان تر دې چې  ترکیه په ځینو جدی اقداماتو ګواښل شوې ده خو د ترکیې  چارواکی هماغه راز  دخپلې خپلواکۍ د ساتلو هڅه کوی .

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي