برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۳۱ تیر , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د ترکیې خارجه وزارت د امریکې د دباؤنو په وړاندې له ایرانه ملاتړ

آریانانیوز: د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کښې د ایران د اسلامي جمهوریت خلاف د امریکې له بندیزونو سره د ملګرتیا لپاره پر انقرې د واشنګټن له دباؤنو ناخوښي څرګنده کړه.


همدا رازد ترکیې د بهرنیو چارو وزارت په دغه خبرپاڼه کښې چې د تهران خلاف د واشنګټن د بندیزونو په هکله په انقره کښې د ترکیې له ځینو چارواکو سره د امریکايي پلاوي له ملاقات او خبرواترو وروسته صادره شوه، راوړي دي: په ترکیه کښې اړونده ادارې هڅه کوي چې دا هیواد د ایران خلاف د بندیزونو له منفي اغیزو وساتي.
د ترکیې د خارجه وزارت په بیانیه کښې راغلي دي: ایران د ترکیې ګاونډی او یو مهم سیمه ایز شریک یې دی او ترک چارواکي د ایران خلاف د امریکې د بندیزونو ملاتړي نه دي.
د ډیلي صاباح ورځپاڼې په لیکنه، د امریکې د خارجه وزارت او خزانې وزارت د چارواکو یو پلاوي پرون د ترکیې له چارواکو سره په کتنه کښې کوشش وکړي چې هغوي د ایران خلاف د امریکې له بندیزونو سره ملګرتیا ته ولمسوي.
دا په داسې حال کښې دي چې د ترکیې د سوداګري خونو او بورسونو د اتحادیې مشر رفعت حصار جیکلي اوغلو هم په دغه کتنه کښې د ایران خلاف د امریکې د بندیزونو له منفي اغیزو د ناخوښۍ په څرګندولو سره وویل: په ایران باندې یوځل بیا د بندیزونو لګولو په لړ کښې د امریکايي چارواکو پریکړه به د ترکیې په زیان وي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي