برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : سه شنبه, ۱۶ مهر , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

د ترکيې اقتصاد ويجاړول

آریانانیوز: د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د ناټو متحد هېواد ترکيې ته خبرداری ورکړی، چې که د سوريې په شمال کې يې خپل بریدونه زيات کړل، دی به يې اقتصاد په بشپړ ډول ويجاړ کړي
تېره ورځ ولسمشر ټرمپ د سوريې له شماله د امريکايي پوځيانو د ويستلو لړۍ پيل کړه، چې ورسره په دغه سيمه کې ترکي پوځيانو ته د کردي ملېشو ضد عملياتو زمينه برابره شوه
د ټرمپ پر دې پرېکړه په امريکا کې ديموکرات او جمهوري پلوو ګوندونو غړو نيوکې کړي او وايي، چې له سوريې د امريکايي پوځيانو له وتلو سره به هلته کردي ملېشې تنها پاتې شي او د ترکي پوځيانو د عملياتو ښکار به شي
د يادونې وړ ده، چې د سوريې شمال کې کردي ملېشې د داعش ضد جګړو کې د امريکا متحدين دي، خو ترکيه يې ترهګر بولي
د سياسي ګوندونو له لوري پر ټرمپ له نيوکو وروسته نوموړي د ترکيې اقتصاد د ويجاړولو ګواښ کړی دی
ولسمشر ټرمپ په خپل ټويټر پيغام کې ويلي: «څرنګه چې ما مخکې هم ويلي، يو ځل بيا دا خبره کوم، که ترکيې داسې ګام پورته کړ، چې زما له نظره ناجائز و، نو زه به د ترکيې اقتصاد په بشپړ ډول ويجاړ کړم.
د ټرمپ له دې ګواښ وروسته د ترکيې کرنسي «لېره» ارزښت لويدلی دی
ترکيې تر اوسه د امريکايي ولسمشر د ګواښ په ځواب کې څه نه دي ويلي

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي