برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۲۲ دی , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د ترهګرو د انتقال په هکله دترکیی لخوا دیو سند خپریدا

آریانانیوز: نورډیک مانیټر ویب سایټ د ګډو پولو له لارې سوریې ته د تکفیري ترهګرو په انتقال کښې د ترکیې د ګډون د یو سند په خپرولو سره ولیکل: د ترکیې د استخباراتو دا عملیات هغه مهال ایشوا شول چې د دغه هیواد پولیس د هغو دوو بسونو د لټون لپاره احضار شول کوم به چې د سوریې په سرحدونو کښې د ترهګرو د منتقلیدو لپاره استعمالیدل.
دغه ویب سایټ څرګنده کړه: په دې دوه مخیز سند کښې چې د ترکیې د اطلاعاتو د هغه وخت د مرستیال مشر اسماعیل حقي موسی او په فرانسه کښې د ترکیې د اوسني سفیر لخوا لاسلیک شوی، راغلي چې سوریې ته د تکفیریانو په اړولو پورې اړوند معلومات د ترکیې حکومتي راز دی او خپریدل یې نه دي پکار.
د دغه رپورټ په اساس، تکفیري ترهګر د ۲۰۱۴ کال د جنورۍ په نهمه نیټه د هغو څو بسونو په وسیله چې د ترکیې د اطلاعاتو له ادارې سره یې تړون درلود، د (اقجا قلعه) له سرحدي لارې څخه بې له هیڅ ډول تفتیشه او سره د وسلو د سوریې خاورې ته ننوتي دي.
نورډیک مانیټر نومي سایټ په خپل رپورټ کښې زیاته کړه ده: د دغه کال د جنورۍ په لسمه د ترکیې پولیسو یوه ابلاغیه ترلاسه کړه چې پکښې ادعا شوې وه چې دوه بسونه د نشه ایزو موادو په انتقال لګیا دي خو د ترکیې پولیسو د هغو له نیولو وروسته د درنو وسلو ډک څلویښت بکسونه کشف او ضبط کړل. د دغو دواړو بسونو چلونکو هم ومنله چې د تکفیري ترهګرو دا وړونکي بسونو د ترکیې د اطلاعاتو ادارې په کرایه نیولي وو او له دې مخکښې یې هم څو ځلې دا کار کړی دی.

شریک یي کړئ!