برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۲۳ تیر , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د بلوچستان ایالت په مستونګ ولسوالۍ کې د پرونۍ چاودنې پره داعش ډلګی په غړه واخیست

د بلوچستان ایالت په مستونګ ولسوالۍ کې د پرونۍ چاودنې تلفات نور هم زیات شوي دي او ځایي چارواکي وایي چې دا برید د تلفاتو د ډيرښت له اړخه بې ساری و.



د بلوچستان داخه وزیر عمرجان بنګلزي رسنیو ته ویلي چې په چاودنه کې ۱۲۸ تنه وژل شوي او شاخوا ۱۵۰ تنه نور ټپیان دي. چاودنه هغه وخت رامنځته شوه کله چې د بلوچستان عوامي پارټۍ یو بلوڅ کاندید سراج رئیساني له ټاکنیزې غونډې وروسته د تګ په حال کې وو چې د عامو خلکو ترمنځ درنه چاودنه پرې  وشوه.
داعش ډلې چې ځان ته اسلامي خلافت وایي د دې عاموژنې مسؤلیت منلی دی. خو دایي نه ده روښانه کړې چې په دومره لوی شمیر  سني مسلمانان یې ولې وژلي دي.بلوچستان ایالت د چاودنو او وژنو اوږده سابقه لري. تر دې وړاندې په هزاره لږه کیو بیا بیا خونړي بریدونه ترسره شوي دي. چې تر ټولو ستر یې د ۲۰۱۳ میلادي کال په لومړۍ ورځ د کوټې ښار د علمدار روډ برید و،  چې ۱۰۶ تنه هزاره وګړي یې ووژل.

د داعش ډلې خبري آژانس اعماق ویلي چې دغه برید د دوی د یوه غړي لخوا د واسکټ بم په توسط سرته رسیدلی دی. د بلوچستان د ځایي چارواکو د وینا له مخې د ډیرو ټپیانو حالت نازک دی نوځکه د تلفاتو کچه نوره هم لوړیدلای شي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي