برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۱۵ اردیبهشت , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

د بریتانیا دفاع وزیر له کاره لیری کیدا

آریانانیوز: دانګلستان لومړۍوزیرې ټریسا مې (Theresa May) دهغه څه په دلیل چې د چین دهواوی (Huawei)شرکت د ماجرا په هکله د اطلاعاتو ایشوا کیدل یې وباله دفاع وزیر ګاوین ویلیم سن(Gavin Williamson) له کاره لیری کړ .



نښې نښانې ددې ښودنه کوی چې د انګلستان دفاع وزیر ویلیم سن د بریتانیا د امنیت شورا د وروستۍ غونډې په هکله د اطلاعاتو په ایشوا کولو کښې لاس درلود .
خو دبریتانیا له کاره لیرې کړې شوی دفاع وزیر ګاوین ویلیم سن وویل چې زه د کینګرو محکمې(kangaroo court) قربانی شوی یم .
دبریتانیا دفاع وزیر ګاوین ویلیم سن د لومړۍ وزیرې دفتر ته ورغوښتل شوی وو چې استعفا ورکړی خو هغه دغه حکم ونه مانه او لومړۍ وزیرې ټریسا مې هغه سمدستی له کاره لیرې کړی.
د بریتانیا حکومت پرون وویل پینی مورډانټ د نوی دفاع وزیر په توګه منصوب شوی کوم چې مخکې د نړیوالې پراختیا وزیر وو.
دامریکا په مشرۍ لویدیځو هیوادونو په دنیا کښې د چین د ارتباطاتی تجهیزاتو دترټولوستر تولیدونکی شرکت هواوای د حکومت لپاره په جاسوسۍ تورن کړی دی .

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي