برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : چهارشنبه, ۹ خرداد , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د بریتانیا خلکو د ایهود باراک دمحاکمې غوښتنه

دیورپوټ په اساس د بریتانیا ګڼ شمیر خلکو پرون په لندن کښې دصهیونیسټ رژیم دپخوانی لومړی وزیر ایهود باراک (Ehud Barak)د وینا ځاې مخ ته په غونډې سره د جنګی جنایتکار په توګه دهغه دنیولو او محاکمه کولو غوښتنه وکړه.


په دغه اعتراضیه غونډې کښې چې یوشمیر یهودی خاخامان هم پکښې وو وویل شول د صهیونیسټ رژیم دپخوانی لومړی وزیر ایهود باراک لاسونه د فلسطین د مظلومو خلکو په وینو ککړ دی .
اعتراض کونکو په دغه غونډې کې د فلسطین دبیرغ په رپولو سره دصهیونیسټ رژیم د جنایتونو د غندلو لپاره شعارونه ورکړل .

د بریتانیا خلکو دغه راز د ایهودباراک د وینا ځاې مخ ته د فلسطین په غزې تړانګې کښې د صهیونیسټ رژیم د وروستیو جنایتونو یوشمیر عکسونه هم نندرې ته وړاندې کړل .
د روان میلادی کال د مارچ دمیاشتې له دیرشمې(۳۰) نیټې راهسې د بیرته ستنیدا دحق په سوله ایزو لاریونونو کښې د فلسطین څه دپاسه یوسل شل(۱۲۰) ښاریز د اسرائیلی عسکرو په ډزو شهیدان او کابو دیارلس زره (۱۳۰۰۰)نور ژوبل شوی دی .

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي