برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : چهارشنبه, ۷ شهریور , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د برمايي پوځ شپږ جنرالان باید محاکمه شي

آریانانیوز: په برما کې پر مسلمانانو د دې هېواد د بودايي پوځيانو د وحشت د پلټنې په موخه د ملګرو ملتونو پلټونکې ډلې ويلي، چې ځينې پوځي جنرالان باید د جنګي جنایت له امله محاکمه شي.


د ملګرو ملتونو د راپور له مخې په برما کې بودايي پوځیانو پر مسلمانو مېرمنو ډله‌ییز جنسي تېري کړي، وژلي يې دي او ان ژوندي يې پر اور سوځولي دي.
د دې پلاوي مشر مارزوکي داروسمن په جینوا کې یوې غونډې ته وویل، د برمايي پوځ له لوري د انسان د سپکاوي، ذلت او ژوندي سوځونې جرم اصلاً توجیه نه لري.
هغه د برمايي پوځ د لوی درستیز استعفا وغوښته او ټينګار يې وکړ چې باید سمدستې له دندې وشړل شي.
په دې راپور کې د پوځ شپږ جنرالان هم د محاکمې وړ بلل شوي او یادونه شوې چې باید محاکمه يې پیل شي.
په برما کې د مسلمانانو پر وړاندې وروسته له هغه تشدد اوج ورته ورسېد، چې څو تنه برمايي عسکر په یوه برید کې ووژل شول.
له تېر میلادي کال راهیسې شاوخوا ۷۰۰ زره مسلمانان کډوالۍ ته اړ شوي او ګڼ يې ژوندي سوخول شوي دي.
برما چې د مسلمانانو لپاره د هند او چین پر څېر متشدد هېواد بلل کېږي، د انګ سان سوچي په نوم سیاسي مشرې يې د نوبل د «سولې» جایزه هم اخیستې ده.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي