برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۲۲ تیر , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

د ایس-۴۰۰ ډوله توغندوي سیسټم وړومبۍ جوپه ترکیی ته سپال

آریانانیوز: د ترکیې دفاع وزارت په یوه خبرپاڼه کښې وویل: د روسیې له خوا ترکیې ته د ایس-۴۰۰ ډوله توغندوي سیسټم د ورکړې بهیر به په راتلونکو ورځو کښې هم دوام ولري.



د ترکیې د دفاع وزارت په بیانیه کښې راغلې دي چې د دغه میزائل سیسټم د ورسپارلو د بهیر په بشپړیدو سره به له هغه د ګټه پورته کونې کار پیل شي.
د ویلو ده چې د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان څو ورځې مخکښې ویلې وو: مونږ د خپلې دفاع لپاره له روسیې څخه ایس-۴۰۰ میزایل سیسټم اخیستی دی او که چیرې دښمن زمونږ په هیواد حمله وکړي نو د ځان د دفاع لپاره به د روسیې ایس-۴۰۰ توغندوي سیسټم استعمال کړو.
له روسیې څخه د ایس-۴۰۰ میزایل سیسټم د اخیستلو په لړ کښې د ترکیې اقدام د واشنګټن قهر راپارولی او ډونلډ ټرمپ دغه هیواد په سختو بندیزونو ګواښلی دی.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي