برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۳ تیر , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د ایران په اړه دامریکا سیاست

د ایران داټومی انرژۍ د ادارې مشر علی اکبر صالحی د امریکا دحکومت د تګلارۍ اود یورانیمو د نه پخولو د موضوع دمطرح کولو په ناسموالی ټینګار سره دغه سیاستونه د تیرو غلطیانو تکرار وبلل .


هغه پرون په ناروې کښې د اسلو فورم (Oslo Forum) په غونډې کښې دایران لخوا دیورانیمو د پخولو دبندولو لپاره دامریکا هڅې ته په اشارې سره ډاګینه کړه په اساسی ډول د اټومی خبرو اترو پیلیدل دواشنګټن د سیاست څنګ ته کول او دامریکا د رودې بدلیدل وو .
دایران داټومی انرژۍ د ادارې مشر علی اکبر صالحی دغه راز دامریکا بې اساسه ، بې بنسټه او غیر عقلانی فیصلو ته د نړیوالې ټولنې سخت غبرګون کاملا ښکاره وباله او  ویې ویل که چیرې اروپایی اتحادیه او د اټومی تړون نور ملاتړی هیوادونه په ضروری وخت کښې  دامریکا له سیاستونو سره خپل عملی مخالفت اجرا نکړی سیمه او نړۍ به له بې نظمۍ او ناکرارۍ سره مخامخ شی .
صالحی دغه راز د اسلوفورم په غونډې کښې د اصلی لوبغاړو ترمینځ د سیمه ییزو خبرو اترو پرضرورت ټینګار وکړ او دخبرو له لارې یې د سیمه ییزو کړکیچونو د حل او د متقابل درک لپاره دایران دچمتووالی خبر ورکړ .

شریک یي کړئ!