برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۵ خرداد , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

د امریکې هلې ځل

آریانانیوز: د امریکې ولسمشر ډونلډ ټرمپ چې له کله نه واکمن شوی، لویدیځې آسیا په تیره بیا د فارس خلیج سیمې ته یې ځانګړی پام لرلی دی او حتی خپل وړومبنی بهرنی سفر یې سعودي عربستان ته وکړ څو داشان د امریکې په بهرني سیاست کښې د لویدیځې آسیا اهمیت او د واشنګټن د سیمه ایزو انډیوالانو موقعیت په ګوته کړي. البته ټرمپ په ځلونو د سعودي رژیم په سپکاوي سره، هغه د لنګې غوا په توګه یاد کړی دی.
په دې وروستیو کښې په لویدیځې آسیا کښې د شخړو د زیاتولو لپاره د ټرمپ د حکومت هلې ځلې ډیرې شوې دي. په دې لړ کښې فارس خلیج ته د ابراهام لینکن په نامه د جنګي الوتکو د وړونکې بیړۍ او د بي-۵۲ ډوله الوتکو د لیږلو او د پاټریوت په نامه د میزایل سیسټم د لګولو په لړ کښې د پینټاګان له اقداماتو وروسته اوس ټرمپ سیمې ته د نویو امریکايي پوځیانو د لیږلو خبر ورکړ. ټرمپ تیره جمعه لویدیځې آسیا ته د یو نیم زرو نویو پوځیانو د لیږلو په اعلان سره ټنیګار وکړ چې دغه ځواکونه په مخه نیونکو اهدافو سره لیږدول کیږي.
دا ځواکونه په داسې حال کښې لیږل کیږي چې ټرمپ په خپله انتخاباتي سیالۍ کښې د امریکې په تیرو ولسمشرانو باندې، دې سیمې ته د پوځیانو د لیږلو په وجه نیوکه کړې او ژمنه یې کړې وه چې په انتخاباتو کښې د بریا په بڼه کښې به دغه پوځیانو خپلو کورونو ته ستانه کړي.
پینټاګان د دې بدلون د کم اهمیته ښودلو په موخه وویل، کوم اضافي ځواکونه چې لویدځې آسیا ته لیږل کیږي، جنګي انجنیئران او ټیکنیشنان په کښې شامل دي. د امریکې د دفاع وزارت د ادعا له مخې، لویدیځې آسیا ته په لیږل کیدونکو یو زر او پنځو سوو پوځیانو کښې یوازې نهه سوه نوې پوځیان دي او شپږ سوه نور هغه پوځي ځواکونه دي چې په هم دې سیمه کښې له مخکښې نه موجود دي او دلته پاتې کیدل به یې تمدید شي. د ټرمپ دا کار له ډیرو مخالفتونو سره مخامخ شوی دی. د امریکې د کانګرس د وسله والو ځواکونو د کمیټې مشر ایډم سمت تیره جمعه د (ایران د ګواښ) د کنټرولولو د ادعا په موخه سیمې ته د لازیاتو ځواکونو د لیږلو په لړ کښې د ټرمپ په فیصلې اعتراض وکړ. هغه په یوه خبرپاڼه کښې په سیمه کښې د پوځي شتون د پياوړتیا لپاره د پینټاګان فیصله اندیښمنونکې وبلله او ویې ویل: د څرګندې او واضحې سټراټیجۍ له لرلو پرته په سیمه کښې د ځواکونو او تجهیزاتو زیاتول یو بې عقلانه کار دی او داسې ښکاري چې له ایران سره د شخړې د زیاتولو لپاره یو څرګند او زورمندانه ګام دی.
په سیمه کښې د پوځي شتون د زیاتولو لپاره د واشنګټن وروستي اقدامات د امریکايي ځواکونو خلاف د ایران له خوا د ګواښونو د شتون او هم په خطر کښې د امریکې د سیمه ایزو انډیوالانو د ګټو د راتلو په پلمه شوي دي.
په عین حال کښې داسې ښکاري چې واشنګټن غواړي په سیمه کښې عمداً د شخړو په زیاتولو سره، له ایرانه ویرونې ته د لمن وهلو او په خپلو سیمه ایزو انډیوالانو باندې د وسلو د خرڅون د زیاتولو په شمول خپل د نظر وړ اهداف عملي کړي. په دې لړ کښې سپینې ماڼۍ تیره جمعه د امریکې د کانګرس له اجازې پرته په عربستان او اماراتو باندې د وسلو د خرڅولو لپاره د خپل نیت خبر ورکړ. داشان د ټرمپ حکومت په رسمي ډول له ایران سره د شخړو د زیاتولو په بهانه، د کانګرس له قوانینو تیر شوی او په سعودي عربستان او نورو هیوادنو باندې د څو میلیارډه ډالرو د وسلو د خرڅولو بهیر یې ګړندی کړ.
سره له دې، د واشنګټن اقدامات د امریکې د سیال نړیوال قدرت په توګه د روسیې له غبرګون سره مخامخ شوي دي. د روسیې د خارجه وزارت ویاندې ماریا زاخارووا وویل: واشنګټن د تهران په وړاندې په راپارونکو اقداماتو سره هغه د داسې بې پایانه جنګ په لور بیايي چې ممکنه ده ډیرې بدې پایلې به ځان پسې ولري.
نه یوازې روسان بلکې اوس نور نړیوال قدرتونه او حتی د واشنګټن اروپايي انډیوالان هم په سیمه کښې د امریکې له نویو بلاغوښتنو اندیښمن دي. د دې مسئلې اهمیت او د هغې بدو پایلو ته په پام سره ماسکو غواړي چې دا خبره د ملګرو ملتو په امنیت شورا کښې مطرح کړي. د روسيې د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیانیه کښې وویل چې ممکنه ده د امریکې دا اقدام د امنیت شورا په غونډه کښې بحث ته وړاندې کړي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي