برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : جمعه, ۱۷ خرداد , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

د امریکا ولسمشر مسخړه کیدل

آریانانیوز: د بریتانیا اعتراض کونکو پرون مازیګر د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د هغه میرمنه ملانیا ، دهغه لور ایوانکا او د ملی امنیت سلاکار جان بولټن دانګلستان دلومړۍ وزیرې له دفتر څخه دوتلو په وخت مسخره کړل .



د بریتانیا په لسګونو زره خلکو پرون په لندن او مانچسټر ښارونو کښې خپل هیواد ته د امریکا د ولسمشر ټرمپ په سفر اعتراض کښې مظاهرې وکړې .
د امریکا د ولسمشر ټرمپ په سفر اعتراضونو دغه سفر د بریتانیا دحکومت په امنیتی شخړې بدل کړی دی په دې ډول چې د ټرمپ د هستوګنې ځاې ګیر چاپیر د وسپنې خنډونه لګول شوی او په ځینو سړکونو او لارو کښې په تګ راتګ بندیز لګول شوی او د ګاډو په تګ هم بندیز دی .
بریتانیا ته دامریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ سفر دلندن لپاره پینځویشت(۲۵) میلیونه سټرلینګ پونډه لګښت لرلی دی.

شریک یي کړئ!