برخه -څانګه : politics, world -+

د خپرولو وخت : چهارشنبه, ۲ خرداد , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د امریکا لاسونه د فلسطینیانو په وینو لړلي دي

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان ویلي چې امریکا د اسرائیل سره په ټولو جرمونو شریکه ده او کوم قتل عام چې په تیرو ورځو کې په غزه کې وشو، امریکا په کښي مستقیمه دخیله ده.


نوموړي د ترکیې په پلازمینه کې د بهرنیو هیوادونو د سفیرانو سره په یوه غونډه کې دا خبره وکړه او وې ویل چې د امریکا لاسونه د فلسطیني ماشومانو په وینو باندي سره دي.
هغه زیاته کړه: په فلسطیني شهیدانو کې چې اسرائیل یې تروریستان بولي، د ۸ میاشتو ماشومان هم شامل دي، ښځي، ځوانان او حتی پر متحرکو چوکیو ناست معذور کسان شامل دي».
نوموړي وویل چې د قدس شریف ښار ته د امریکايي سفارت انتقال ددې سبب شو چې ولسي غضب لا زیات شي او مرګ ژوبله پورته شي، ځکه نو امریکا د اسرائیل سره په ټول وژنه کې برابر شریک هیواد دی.
باید وویل شي چې امریکا د اسرائیل هیواد د اویایمي کلیزي په مناسبت خپل سفارت د تل ابیب څخه قدس شریف ته انتقال کړ، چې په همدې ورځ فلسطینیانو په غزه تړانګه کې د اسرائیل پر ضد د «بیا ستنېدو لاریون» په نامه مظاهرې پيل کړي وې او د اسرائیل په ډزو تر ۶۲ زیات کسان ووژل شول.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي