برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : چهارشنبه, ۳ بهمن , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د امریکا ددوو نورو پوځیانو ژوبل کیدا

آریانانیوز: دیو راپور له مخې د روسیې الیوم چینل وویل: پرون په حسکه ولایت کې په اوه څلویښتم نمبر پل سیمه کې د امریکایي پوځیانو کاروان ته نزدې یو کاربم وچاودید.


د کردانو هاوار خبري اژانس هم راپور ورکړی چې له دې وروسته چې کرد امنیتي ځواکونه په یو انتحاري ګاډي شکمن شول او د هغه د ودرولو هڅه یې وکړه دغه ګاډی د تلاشۍ یوې پوسټې ته نزدې وچاودیده .
په عین حال کې د سوریې د بشري حقوقو څار اعلان وکړ چې د دغه چاودنې له امله تر اوسه دوه امریکایي پوځیان ژوبل او د سوریې پينځه دموکرات عسکر وژل شوې دي.
تیره اونۍ هم د سوریې د شمال په منبج ښار کې د امریکایانو د ګزمې ګاډي ته نزدې د یو کاربم د چاودنې له امله پينځه امریکایي پوځیان او د منبج د پوځي شورا په نامه ډلې اتلس غړي وژل شوې وو. داعش ترهه ګرې ډلې د دغه حملې مسوولیت په غاړه اخستی دی.

شریک یي کړئ!