برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۲ شهریور , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

د امریکا جوړه بې پایلوټه الوتکه غورځول

آریانانیوز: د یمن ولسی کمیټو او د پوځ دافع هوا نن سهار وختی په ذمار ولایت کښې د سعودی عربستان ائتلاف ته د اړونده ایم کیو ناین ( MQ-9) په نامه د امریکا د جوړې پرمختللی بې پایلوټه الوتکې د نسکورولو خبر ورکړ
د یمن د وسله والو ځواکونو ویاند یحیی السریع وویل د ولسی کمیټیو او دپوځ دافع هوا نظام د امریکا دغه پرمختللی بې پایلوټه الوتکه په یوه(۱) ځایی توغندی سره نسکوره کړی ده
هغه وویل په یوه(۱) خبری کانفرنس کښې به د یمن دغه جوړ ځایی توغندی نندرې ته وړاندې شی
دیمن د انصار الله غورځنګ ویاند محمد عبدالسلام هم ټینګار وکړ د سعودی عربستان رژیم به دپوځی تیری د ختمولو په بڼه کښې خپل امنیت بیرته ترلاسه کړی
هغه په دې خبرې سره چې د سعودی عربستان رژیم د سیاسی بلوغت او د قدرت د نشتون په دلیل د خارجی هیوادونو دملاتړ په لټه کښې دی وویل په یمن پوځی تیری به د تیریګرو هیوادونو لپاره هیڅ امنیت رامینځته نکړی او هغوې یعنی متحده عربی امارات او عربستان به د ډیرو خطرناکو دسیسو په مقابل کښې ماتیدونکی وی

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي