برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : سه شنبه, ۲۵ تیر , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

د امریکا او عربستان ګډه پوځي مانور

آریانانیوز: د سعودي عربستان د اوس دخبري آژانس د خبر له مخې، د (ولوله ناک قومندان ۲۰۱۹) په نامه دغه ګډه پوځي مانوره د عربستان د ملک خالد پوځي ښار د مشقونو په مرکز کښې، د عربستان او امریکې د پوځونو د ځمکنیو ځواکونو د یوشمیر یونټونو په شتون سره پیل شوې ده.
د عربستان د شمالي سیمې قومندان جنرال صالح بن احمد الزهراني په دې اړه وویل: د دې پوځي مشقونو د ترسره کولو موخه د امریکې او عربستان ترمینځ د ګډو پوځي ملګرتیاؤ او غږملتیا پياوړتیا او د تجربو تبادله او انتقال او هم د تیارسي د سویې لوړول دي.
خبر زیاتوي چې دغه پوځي مانوره به دوه اونۍ دوام وکړي او ټاکل شوې چې په عملیاتي چاپیریال کښې یې ځینې روزنیز ماموریتونه ترسره شي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي