برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : چهارشنبه, ۱۴ فروردین , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

د امریکا او د صهیونیسټ رژیم په وړاندې

آریانانیوز: د یمن د انصار الله غورځنګ مشر عبدالمالک الحوثی د عربو اتحادیې په وروستۍ بیانیې نیوکې سره په عربو هیوادونو غږ وکړ د امریکا او د صهیونیسټ رژیم په وړاندې د سر له ټیټولو ډډه وکړی.


هغه په دې خبرې سره چې د عربو هیوادونو شتمنۍ اوس د دښمانانو لاسونو ته ورغلی دی د د ښمن په وړاندې د تسلیمیدا او دسرد ټیټولو په هکله خبرداری ورکړ او ویې ویل په داسې حال کښې چې د عربو اتحادیې ځینو غړیو له اسرائیلو سره داړیکو د عادی کولو لپاره عملی ګامونه پورته کړی دی دغه اتحادیې په یوې (۱)نرمې بیانیې بسنه وکړه .
دیمن د انصار الله غورځنګ مشر عبدالمالک الحوثی وویل سعودی عربستان نن له اسرائیلو سره دائتلاف دجوړولو په ترڅ کښې خپلې شتمنۍ او مالونه امریکا ته ورکړی دی او متحده عربی امارات هم له تکفیری ترهګرو ډلوپه ملاتړ کولو سره د امریکااو دصهیونیسټ رژیم دګټو د ساتونکو ډلو ملاتړی دی .

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي