برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۲۴ فروردین , ۱۳۹۹ لنډ لینک :

د امریکائي پوځيانو د شتون ددوام په باب خبرداری

آریانانیوز: دیورپوټ له مخی د عراق په پارلیمان کې د امنیتي چارو د کمیشن مشر محمد رضا ددغه هیواد په الانبار ولایت کې په عین الاسد او په کردستان سیمې کې په الحریر پوخي کیمپونو کې دامریکائي پوځیانو د شتون په باب خبر داری ورکړ .
محمد رضا په دغو دوو پوځي کیمپونو کې د امریکائي پوځيان شتون مشکوک بللی او وئيلي ئې دي ،له عراق سره دامریکا اړیکې باید احترام په اساس وي .
هغه عین الاسد پوځي کیمپ ته دامریکا د پيټریاټ توغندوي ضد دفاعي سسټم د تجهیزاتو منتقلول ، په عراق کې د امریکائي پوځیانو دشتون د دوام ښودنه بللې او زیاته ئې کړې ده ،دعراق دحاکمیّت په خلاف ورزۍ کې د واشنګټن دغه اقدام لامل شوی ، څو حکومت له امریکا سره پخپلو ټولو موافقو بیا کتنه وکړي .
امریکائي ترهه ګرپوځ تیره اونۍ دعراق په الانبار ولایت کې په عین الاسد او په اربیل کې پخپلو پوځي مرکزونو کې پيټریاټ توغندوي ضد دفاعي سسټم ځاي په ځای کړی دی .
دعراق د دفاع اوامنیتی چارو د کمیشن مشر ددې خبرې په کولو سره چې داعش تکفیري ترهه ګره ډله د امریکا په مرستې سره دغه هیواد ته وارده شوي ، ووئیل ، که په عراق کې د امریکا له شتونه د ځينو سیاسی شخصیتونو ملاتړ او هرکلی دوام وکړي ، نو د عراق مقاومت کونکی ملت به له هیواده دماریکائي پوځيانو د ویستلو کار بشپړ کړي .

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي