برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : پنجشنبه, ۱۱ مرداد , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د امريکې بنديزونه به بې ځوابه پاتې نه شي

آریانانیوز: مولود چاوش اوغلو بېګا په خپل ټوئيټر پاڼه کښې د يو پېغام په خپرولو سره په دغه هېواد کښې د يو امريکائي پادري د نيولو په وجه د ترکيې د چارواکو د بائيکاټ په  اړه د امريکې فېصله وغندله او وې ليک، د ترکيې په خلاف د بنديزونو د لګولو په اړه د امريکې اقدام به بې ځواب پرېږ نه دي.
د امريکې د خزانې وزارت د يوې خبرتيا په خپرولو سره وويل چې د ترکيې د عدليې او کورنيو چارو وزيران عبدالحميد ګل او سليمان سويلو د برونسون پادري د نيولو په دوسيه کښې د بشري حقوقو د خلاف ورزۍ په تور د خپلو بائيکاټونو په لېست راوستلي دي.
له دې مخکې د امريکې ولسمشر ډونالډ ټرمت ترکيې ته خبردارے ورکړے ؤ چې که د دغه هېواد حکومت برونسون نومې پادري ازاد نه کړي نو سپينه ماڼۍ به د انقرې په خلاف سخت بنديزونه ولګوي.
د ترکيې حکومت د ۲۰۱۶ کال  په اکتوبر کښې آنډرو برونسون د فتح ا… ګولن له تنظيم سره د ارتباط او د ترهه ګريزو اقداماتو او جاسوسۍ په تور ونيوۀ.

شریک یي کړئ!