برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۲ دی , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د اسرائیلو دپوځیانو په ملاتړ صهونیسټ میشته ښارګی هرورځ پر قدس شریف تیری کوی

آریانانیوز: محمود الزهار همداراز دفلسطین دملت زیارونو او کړاؤنو او د دصهونیسټ رژیم د دباؤنو په بیانولو سره وئیلی دی ، پر غزې تړانګې تپلی او ظالمانه کلابندۍ د دغې تړانګې په ژواک چاپیریال او دغه راز پر اقتصادی ،روغتیائی اوتعلیمی برخو ډیرې منفی اغیزې شیندلی دی ، چې باید درست اسلامی امت او نړیواله ټولنه په دې باب خپل مسئولیّت وپیژنی او د تیریګرو د جنایتونو مخه ونیسی.
دفلسطین د اسلامی مقاومت غورځنګ  حماس  د  پارلیمانی ډلې مشر  او دسیاسی دفتر یوه مشر محمود الزهار بیګاپه تهران کې د اسلامی پارلیمانونو  دټولنې  له مرستیال منشی  علی اصغر  محمدی سیجانی سره په کتنې کې زیاته کړې ، صهونیسټی دښمن  دقدس   دیهودی کولو  او د  لویدیځی غاړې  له جنوبه د  هغو د شمالی برخو دجلا کولو لپاره  په بیت المقدس کې  دښارګوټو   جوړولو پلانونو ته  دوام ورکوی.
هغه روښانه کړې صهونیسټ میشته  ښارګی  هره ورځ د اسرائیلو دپوځیانو اوپولیسو  په ملاتړونو سره په بیت المقدس تیری کوی او  دآذان د خپریدو مخه نیسی.
محمود الزهار همداراز دفلسطین دملت زیارونو او کړاؤنو  او د دصهونیسټ رژیم د دباؤنو په بیانولو سره وئیلی دی، پر غزې تړانګې  تپلی او  ظالمانه کلابندۍ   د دغې تړانګې په ژواک چاپیریال  او  دغه راز  پر اقتصادی ،روغتیائی اوتعلیمی  برخو ډیرې منفی  اغیزې شیندلی دی ، چې باید   درست اسلامی امت او  نړیواله ټولنه په دې باب خپل مسئولیّت وپیژنی  او د تیریګرو د جنایتونو مخه ونیسی.

شریک یي کړئ!