برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : پنجشنبه, ۸ فروردین , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

د اسرائیلو حاکمیّت د جولان پرلوړو باندی هیڅکله دمنلو وړ نه دی

آریانانیوز: د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان بیګا په استانبول کې په یو لړ څرګندونو کې د سورئې دجولان پر لوړو داسرائيلو د حاکمیّت دپه رسمیّت پيژندنې کې د امریکا د ولسمشر ډونالډټرمپ اقدام په سخته محکوم کړ .او وې وئيل دامریکا ولسمشر به له نړۍ چورلټ ځواب ترلاسه کړي .
دترکیې ولسمشر دغه راز وئيلي، جولان د نړیوالو قوانینو او د ملګروملتو د پریکړه لیکونو په اساس د سورئې دخاورې یوه برخه ده .
رجب طیب اردوغان له دې مخکې هم وئيلی وو ، دجولان موضوع به په ملګروملتو کې مطرح کړي .
داپه داسې حال کې دي چې د ترکیې خارجه وزیر مولود چاووش اوغلو هم د امریکا د ولسمشر ددغه سپيرۀ اوغیر قانوني اقدام په وړاندې دځينو عربو هیوادونو دچپتیا په غندلو سره وئيلي دي ، دغه هیوادونه داسلامی امت رسالت خوندي نشي ساتلی او باید دغه مرموزي چپتیا ختمه کړي .
د امریکا ولسمشر د تیرې دوشنبې په ورځې دنړیوالو قوانینو اومقررراتو په خلاف او امنیت شورا دپریکړه لیکونو په جوتې خلاف ورزۍ کې یو فرمان لاسلیک کړ ، چې له امله ئې ، واشنګټن د سورئې دجولان پر نیواکي لوړو دصهونیست رژيم دحاکمیّت په رسمیّت پيژني . راپور ښئ ډونالډټرمپ دغه فرمان د صهونیسټ رژيم دلومړي وزیر بین یامین نتن یاهو په شتون کې په واشنګټن کې لاسلیک کړ . چې د ټرمپ دغه اقدام په نړیواله سویه له سختو غبرګونونو سره مخامخ شوی دی . دملګروملتو امنیت شورا او دغه راز ددغې موسسې سرمنشي هم دجولان لوړې نیواکي بللي او د ټرمپ اقدام ئې ناسم بللی دی .

شریک یي کړئ!