برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : پنجشنبه, ۲ اسفند , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د اردن پارلېمان د اسرائيليود سفير له وېستلو سره موافقت

آریانانیوز: د لبنان د العهد خبري سائيټ د رپوټ له مخې د اردن په پارلېمان کښې د فلسطين د کمېشن مشر يحيی السعود پرون د اردن له حکومته وغوښتل چې په تل ابيب کښې د اردن سفير دې راوبولي او په امان کښې دې د صهيونېسټ رژيم سفير هم له هېواده وباسي.


د اردن په پارلېمان کښې د فلسطين کمېشن مشر همدارنګ له ټولو عربي، اسلامي پارلېمانونو او سيمه ايزو ټولنو وغوښتل چې له هغو اقداماتو سره دې مقابله وکړي چې دمسجدالاقصي د زماني او مکاني تقسيم په هدف سره ترسره کيږي.
له دې مخکې هم د اردن د اوقافو او اسلامي مقدساتو د چارو وزير د فلسطينيانو مخې ته د مسجدالاقصی د ورونو په تړلو او د دغه جومات د اوقافو د کارکونکو او خادمانو په نيولو کښې د صهيونېسټ رژيم د اقدام د خطرناکو نتائجو په باره کښې خبردارے ورکړ د دغه جومات د اوقافو د کارکونکو او خادمانو نيول چې د مسلمانانو له وړومبنۍ قبلې څخه د دفاع لپاره په خالي لاسو سره ټينګ اودرېدل وغندل.
صهيونېسټ رژيم د تېرګل په ورځ يو ځل بيا د مسجدالاقصی باب الرحمه وړ د فلسطيني نمونځګزارو مخې ته وتړل.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي