برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : جمعه, ۱۷ خرداد , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

د آسټرېليا د رېډيواو ټيلي ويژن په ودانۍ د پوليسو يرغل

آریانانیوز: د یورپوټ له مخې د آسټرېليا پوليسو پرون په سېډڼي ښار کښې د اے بي سي چنېل په ودانۍ حمله وکړه او د دغه چېنل د ټولودفترونو تلاشي يې واخېسته او د دريو هغو خبريالانو چې دوه کاله مخکښې يې «د افغانستان اسناد» نومې يو رپوټ په برابرولوکښې برخه لرله تفتيش کړل.



د اسټرېليا د خبريالانو انجمن په دغه هېواد کښې د مطبوعاتو د ازادۍ په خلاف د يرغل آزارونکې رويې په باره کښې خبردارے ورکړ او او اے بي سي چېنل هم په خپل دفتر حمله وغندله.

اے بي سي چېنل په ۲۰۱۷ کال کښې په يو ټيلي ويژني پروګرام کښې د آسټرېليا حکومتي اسنادو ته په لاسرسائۍ سره د آسترېليا د خاصوځواکونو په لاسو د افغان ماشومانو اوعامه خلقو له قتل عامه پرده اوچته کړه.
اسټريليا هېواد د امريکې د يو انډيوال په توګه په تېرو اتلسوکلونو کښې د افغانستان په خلاف په فوځی تيري او جنګ او د دغه هېواد د خلقو په قتل عام کښې برخه لرله او په اوس حال کښې درې سوه آسټرېليائي فوځي ځواکونه په افغانستان کښې شتون لري.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي