برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۱۵ اردیبهشت , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

دیوی امریکايي بار وړونکې عسکري الوتکه غورځېدل

د امریکا په جورجیا ایالت کې یوه امریکايي بار وړونکې عسکري الوتکه غورځېدلې او پنځه کسان په کښي وژل شوي دي.


پېښه د امریکا په جنوب کې د جورجیا ایالت د یوه هوايي ډګر سره نیژدې را منځته شوې.
د جورجیا ایالت ملي ګارډ ویاندي رسنیو ته وویل: پنځه کسان په دغه پېښه کې ووژل او زیاته یې کړه چې د الوتکې نوعیت سي-۱۳۰ وو.
د بیړنیو حالاتو سره د مبارزې یوې ادارې وویل، چې الوتکه د هوايي ډګر سره نیژدې د تمرین پر وخت را وغورځېده چې له امله یې په کښي سپاره پنځه کسه ووژل شول.
باید وویل شي چې د تیري میاشتي اپریل په لومړیو ورځو کې درې امریکايي عسکري الوتکې په دوه ورځو کې وغورځیدې چې له امله یې لږ تر لږه ۴ کسان ووژل شول، دغه الوتکې په لاس ویګاس ایالت، کالیفورنیا ایالت او افریقايي هیواد جیبوتي کې را وغورځېدې.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي