برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۳ تیر , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

دیمن خلکو دامریکا او د عربستان پرضد مظاهرې

د یمن دالحدیده (Al Hudaydah)سیمې په زرګونوخلکو پرون مازیګر په دغه ښار د امریکا او دسعودی عربستان د ائتلاف د تیری پرضد مظاهرو سره ددغو تیریو پرضد اعتراض وکړ او د سعودی عربستان او دهغه دملګرو هیوادونو د جنایتونو په وړاندې یې د ملګروملتونو چپتیا وغندله
دیمن دالحدیده ښار خلکو په دغو مظاهرو کښې د شعارونو په ورکولو سره په خپل هیواد دسعودی عربستان او دامریکا د ائتلاف تیری وغندل او په الحدیده سیمې د تیریګرو هیوادونو له هڅو سره د مقابلې او داتحاد پرضرورت یې ټینګار وکړ .
په دغو مظاهرو کښې ګډون کونکو په یوې(۱) بیانیې کښې امریکا ، سعودی عربستان او متحده عربی امارات د یمن د کلابندۍ دپایلو او د خلکو پرضد دجنایتونو اصلی مسول وبلل .
دیمن مظاهره چیانو د ملګروملتونو لخوا د الحدیده ښار د خلکو دملاتړ او د مسولیت دمنلو غوښتنه وکړه .
دالحدیده ښار مظاهره چیانو له تیریګرو سره په مقابلې کښې له ولسی کمیټیو او پوځ څخه د خلکو په ملاتړ هم ټینګار وکړ .
دسعودی عربستان په مشرۍ تیریګر ائتلاف د جون دمیاشتې له دیارلسمې(۱۳) نیټې راهسې دیمن په لویدیځ کښې د الحدیده بندر دنیولو لپاره پراخ یرغلونه پیل کړی دی .
الحدیده بندر یمن ته د بشر دوستانه مرستو د استولو یوه(۱) اصلی لاره ده

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي