برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۳ فروردین , ۱۳۹۹ لنډ لینک :

دیمن بلحاف بندر ته د امریکائي پوځیانو تلل

آریانانیوز: دیوراپورپه اساس د یمن دانصار الله غورځنګ انټرنیټي سایټ راپور ورکړی ، دیمن دشبوه ګورنر احمد بن الحسن پرون بلحاف بندر ته دامریکائي پوځیانو د ورتلو لپاره دسعوډي ائیتلاف ورسره یوه خوله کیدا محکومه کړې او وئیلي ئې دي ، بلحاف بندر ته د امریکائي پوځيان و ورتلل ، د تیریګر ائيتلاف پر ټنډې د ننګ او پيغور داغ او پر دې یو دلیل دی ، چې امریکا دیمن په پنځه کلن جنګ کې د تیریګرو تر شاولاړه
ده .
د شبوه ګورنر ټينګار کړی ، بلحاف بندر ته د امریکائي پوځیانو ورتلل ، له ترهه ګرۍ سره دمبارزې په پلمه نرمه نیواکګري ده او له اوس له ترهه ګرۍ سره د تش په نامه مبارزه یوازې په یوه پوښښ بدله شوې ده او د تیریګر ائیتلاف غړي هیوادونه دترهه ګرو او جنایتکارو ډلو بشپړ وسلوال او مالی ملاتړونه کوي . د اپه داسې حال کې دي چې تیره اونۍ هم یو سل لس امریکائي پوځین د یمن په جنوب کې شبوه او بلحاف بندر ته وارد شوي دي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي