برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : سه شنبه, ۲ اردیبهشت , ۱۳۹۹ لنډ لینک :

دکورونا وایروس د ککړکیدوله امله د نړۍ یولک پنځوس زره کسان وژل شوی دی

آریانانیوز: دیوراپورله مخی په ټوله نړۍ کښې د کورونا خطرناک وایروس له کبله یولک پنځوس زره کسان وژل شوي دي چې په دریو کښې دوه برخې یې د اروپايي هیوادونو ښاریز دي
په اروپايي هیوادونو کښې د کورونا وایروس له کبله د مړو شویو کسانو شمیر شپږ نوي زره او اوه سوه یویشت کسانو ته رسیدلی دي .
په ټوله دنیا کښې د کورونا وایروس له کبله د زیاتو مړو شویو کسانو شمیر په امریکا کښې دي چې دغه شمیر اوس اوه دیرش زره او یوسلو پینځودیرشو څخه زیات شوی دی .
د دنیا په څه دپاسه یوسل نوي هیوادونو او سیمو کښې په کورونا وایروس دوه ویشت لکه اوه زره اوه سوه دیرش کسان ککړ شوي دي .
دغه راز په فرانسې کښې په تیرو څلرویشتو (۲۴) ساعتونو کښې د کورونا وایروس له کبله اوه سوه یوشپیته نور کسان مړه شول او په دغه هیواد کښې د دغه ناروغۍ له کبله د مړو کسانو شمیر اوس اتلس زره شپږ سوه یواتیا کسانو ته ورسید .
دغه راز انګلستان د پولیسو د اور وژنې د ادارې ، قضايي قوې او د نورو ادارو د غړیو په شمول د کورونا وایروس د ازموینې د کار د پراخولو خبر ورکړ .
د بریتانیا په حکومت اوس سختې نیوکې روانې دي چې په مارچ میاشت کښې یې په پراخه سویه په کورونا وایروس د ککړو کسانو د طبي ازموینې کار پریښودلی و .

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي