برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۲۰ اردیبهشت , ۱۳۹۹ لنډ لینک :

دډونالډ ټرمپ د کرونا ویروس ازموینه منفي شوه

آریانانیوز: د سپينې ماڼۍ د ځانګړې قطعې یوه پوځي افسر چې د ډونلډ سره څنګ په څنګ دنده ترسره کوي په کرونا ویروس اخته شوی دی، خو ټرمپ نه دی اغیزمن شوی او پایله یې منفي راوتلې ده
د سپينې ماڼۍ ویاند او د ټرمپ مطبوعاتي معاون سکرتر وایي، مونږ په دې وروستیو کې د سپينې ماڼۍ طبي څانګو له خوا خبر شو چې د هېواد د پوځ یو غړی چې د سپينې ماڼۍ په یوه کیمپس کې کار کوي د کرونا ویروس ازموینه یې مثبته ده
له دغې پېښې وروسته د امریکا ولسمشر او مرستیال ولسمشر د کرونا ازموینه ترسره شوه چې له پایلو کتلو وروسته منفي او روغتیایي وضعیت یې هم ښه ښودل شوی دی
د سي ان ان راپور له مخې، ټرمپ، د هغه کارمندان او د سپينې ماڼۍ میلمنو ازموینې په منظم ډول ترسره کیږي چې په ۱۵ دقیقو کې پایلې چمتو کوي. په دې لړ کې هغه ژورنالیستان چې ممکن د ټرمپ سره په نږدې واټن کې راځي نه دي ازمویل شوي
بل لوري ته ټرمپ او د هغه لوړپوړي چارواکي په عامه ځایونو کې په کلکه له ماسک اغوستلو څخه ډډه کوي، کوم چې دا کار اوسمهال د امریکا حکومت د طبي لارښوونو خلاف دی
د امریکا ولسمشر ټرمپ له دې وړاندې هم څو واره د کرونا معاینات ترسره کړي چې پایله یې منفي ختلې ده، هغه له داسې کورني او بهرني چارواکو سره لیدلي چې د کرونا ازموینې یې مثبتې ختلې دي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي